په مصر كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 47 كسان مړه شول، د مړو ټوله شمېره 1052 ته ورسېده

قاهره 03 جون (اے پي پي) په مصر كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 47 كسان مړه شوي دغسې په مصر كښې د دې وائرس په نتيجه كښې د مړو شمېره 1052 ته رسېدلې ده . د امريكائي مېډيا له مخې د مصر د روغتيا وزارت وياند د شورو په ورځ ووئيل په هېواد كښې د كورونا وائرس 1152 نوي كېسونه رامخې ته شوي او دې سره د ټولو ځپليو شمېره 27536 ته رسېدلې ده