كه حالات سازګار وي نو د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د شېډول نه وړاندې د افغانستان څخه امريكائي ځواكونه ويستلې شي. زلمې خليل زاد

واشنګټن 02 جون (اے پي پي) افغانستان لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد وئيلي دي د طالبانو او افغان دولت ترمینځه د سولې خبرو اترو لپاره هيله مند يو، كه حالات سازګار وي نو د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د شېډول نه وړاندې د افغانستان څخه امريكائي ځواكونه ويستلې شي. د فرانس خبري اژانس له مخې امريكائي سفير زلمي خليل زاد د طالبانو او افغان دولت ترمېنځه د سولې خبرو اترو او د افغان دولت لخوا د طالب بنديوانو خوشې كېدو په اړه په خپلو خبرو كښې ووئيل د تېرو څو ورځو په مهال افغان دولت د 2400 نه تر 2500 طالب بنديوانان خوشي كړي كوم چې ډېر پرمختګ دے