اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د پاكستان او د بحرېن ترمېنځه د زياتېدونكي دوه اړخيزه تجادت اهميت په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې پاكستان بحرېن سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د بحرېن خارجه وزير شېخ خالد بن احمد الخليفه سره په وزيراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړې كوم چې د شاهي كورنۍ …
د بحرېن خارجه وزير وزيراعظم ته د باچا حمد بن بن عيسٰي الخليفه د نېكو هيلو خاص پېغام ورسولو
اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د پاكستان او د بحرېن ترمېنځه د زياتېدونكي دوه اړخيزه تجادت اهميت په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې پاكستان بحرېن سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د بحرېن خارجه وزير شېخ خالد بن احمد الخليفه سره په وزيراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړې كوم چې د شاهي كورنۍ د غړو پشمول د لوړې پاې حكومتي پلاوي سره د پاكستان په دوره دے۔ د بحرېن خارجه وزير وزيراعظم محمد نواز شريف ته د بحرېن باچا حمد بن بن عيسٰي الخليفه د نېكو هيلو خاص پېغام هم ورسولو۔ ده وزيراعظم ته ووئيل چې د پاكستان او بحرېن روابط د وزارتي كميسون په صورت كښې اپ ګرېډ كړې شوې دي او د شريك كميسون وړومبې غونډه په اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به د دواړو هېوادونو د سفارتي ٬ اقتصادي٬ تجارتي ٬ ستراتېژيكي اړيكو ته په پراختيا وركولو تفصيلي خبرې كولې شي۔ وزيراعظم د شريك وزارتي كميسون د جوړولو د مهم قدم هركلې كولو سره ووئيل چې دا د دې خبرې عكاسي ده چې پاكستان بحرېن سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري۔ وزيراعظم د پاكستاني سفير جاوېد ملك د كاركردګې ستائينه كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه به اړيكې مخ په وړاندې ځي











