چاغي كښې روان رېسكيو آپرېشن تر پايې ورسېد ۔ 108 ګېر كسان راويستلو سره نوشكي ته ورسول شول۔ آئي اېس پي آر

پنډۍ۔ 05فروری(اے پی پی) چاغي كښې روان رېسكيو آپرېشن ترسره شوې۔ 108 ګېر كسان راويستلو سره نوشكي ته رسول شوي ۔ چترال كښې د واورو كمر لاندې ګېر شويو كسانو كښې د 7 مړي ترلاسه شوي او دوه نور په ژوبل حالت كښې راويستلې شوي دي۔ د اتوار په ورځ آئی اېس پی آر لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه اېف سي ټول شپه او ورځ د مسافرو په راويستلو …

پنډۍ۔ 05فروری(اے پی پی) چاغي كښې روان رېسكيو آپرېشن ترسره شوې۔ 108 ګېر كسان راويستلو سره نوشكي ته رسول شوي ۔ چترال كښې د واورو كمر لاندې ګېر شويو كسانو كښې د 7 مړي ترلاسه شوي او دوه نور په ژوبل حالت كښې راويستلې شوي دي۔ د اتوار په ورځ آئی اېس پی آر لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه اېف سي ټول شپه او ورځ د مسافرو په راويستلو كښې د اېن ډي اېم اے مرسته كوله۔ په شیرشل ګرم چشمه كلي كښې تېره شپه د واورې كمر لاندې راغلې كسانو ويستلو لپاره د چترال اېف سي سول انتظامیې، نېشنل ډیزاسټر منېجمنټ اتھارټی او صوبائی ډیزاسټر منېجمنټ اتھارټي سره د مرستې كولو په مهال واورې څخه د 7 كسانو مړي رابهر كړل۔ په دغه مهال دوه كسان ژوبل هم راويستلې شوي۔ بلخوا د چترال سکاوټ پشوټن،کنداو كښې په پوسته د واورو كمر رالوئيدو پېښې په نتيجه كښې ارشاد نومې يو عسكر شهيد شوے او 6 نور كسان ژوبل شوي۔ موسم صفا كېدو سره به سمدستي د پوځي چورلكو د لارې د ريليف سامان وړولو كار تند كړې شي۔ د آئی اېس پی آر ترمخه د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ځپلې سيمه كښې روان ريليف عملياتو كښې اېن ډي اېم اے ٬ پي ډي اېم اے او ځائي انتظاميې سره د هرې ممكن مرستې كولو هدايت كړے۔