انقره 28 مئي (اے پي پي) ترکيه كښې د کرونا وائرس 1035 نوي كېسونه رامخې ته شوي ٬ د دې نه پس په هېواد كښې د وبا ځپليو شمېره يو لك 60 زره ته رسېدلې ده۔ د زيارت په ورځ د تركيه ميډيا له مخې هېواد كښې د وبا د رنځورانو شمېره پرله پسې زياتېږي۔ د ترکيه د صحت وزير فخر الدين قوجه وئيلي دي په تېرو 24 ساعتو كښې …
ترکيه كښې د کرونا وائرس 1035 نوي كېسونه رامخې ته شول، د ځپليو شمېره يو لك 60 زره ته ورسېده

مزید خبریں
انقره 28 مئي (اے پي پي) ترکيه كښې د کرونا وائرس 1035 نوي كېسونه رامخې ته شوي ٬ د دې نه پس په هېواد كښې د وبا ځپليو شمېره يو لك 60 زره ته رسېدلې ده۔ د زيارت په ورځ د تركيه ميډيا له مخې هېواد كښې د وبا د رنځورانو شمېره پرله پسې زياتېږي۔ د ترکيه د صحت وزير فخر الدين قوجه وئيلي دي په تېرو 24 ساعتو كښې د وائرس له امله نور 34 كسان مړه شوي او تر اوسه په هېواد كښې د وبا له امله د مړو كسانو شمېره 4431 ته رسېدلې ده۔ ده ووئيل په تېرو 24 ساعتو كښې 1286 كسانو صحت بيا موندلې۔ د تركيه چارواكو له مخې په يوه ورځ كښې په هېواد كښې 21043 ټېستونه او تر اوسه په مجموعي توګه 1894650 ټيسټونه شوي دي







