پاکستان كښې كورونا كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ بازارونو كښې احتياطي تدابير عملي كولې نه شي۔ ډاكټر ظفر مرزا

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي پاكستان كښی كورونا كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ بازارونو كښې احتياطي تدبيرونه عملې كولې نه شي۔ اسلام آباد كښې مېډيا سره خبرو كښی ډاكټر ظفر مرزا ووئيل پاكستانيان شايد دا ګڼي چې كورونا وائرس يوازې تر اختر ورځې وو ، كه مونږ احتياطي تدبيرونه خپل نه كړو نو لويه ستونزه رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل كورونا وائرس به پاكستان څخه كله ختمېږي په دې اړه څه وئيل به د وخت نه وړاندې وي۔ ده ووئيل د كورونا دلاسه د مړو شمېره زياتېدې شي۔ ده وئيل پاكستان كښې كورونا وائرس كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ دا مهال پاكستان كښې نزدې 37 زره 700 اېکټو کېسونه دي۔ ده وئيل پاكستان كښې د كنفرم كېسونو شمېره 56 زره 349 ته رسېدلې ده۔ ده زياته كړه چې اولس دې د كورونا وباﺀ مخنوي سبب وګرځي ددې د لا خپرېدو نه۔ ده ووئيل كه مونږ د غېر ذمه وارۍ څرګندونه وكړه نو دا رنځ به زيات شي او لاك ډاؤن به هم كول وي۔ ده وئيل د اختر په مهال دا خبره رامخې ته شوه چې په اېس او پيز عمل كولې نه شي۔