اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د كشمير مسئله كومه سيمه ايزه شخړه نه بلكې د كشميري اولس د خپلواكۍ بنيادي حق مسئله ده ۔ ددې مسئلې په اړه د پاكستان اصولي دريځ بدلېدې نه شي۔ د هند لخوا مقبوضه وادۍ كښې د طاقت كارولو او د زور ظلم او زياتي تر نه بندېدو سوئيلي آسيا كښې د امن …
د هند لخوا مقبوضه وادۍ كښې د طاقت كارولو او د زور ظلم او زياتي تر نه بندېدو سوئيلي آسيا كښې د امن خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو او مقبوضه كشمير كښې د مرګ ژوبلې پېښو بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كشمير سره د يووالي ورځې په مهال پېغام
اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د كشمير مسئله كومه سيمه ايزه شخړه نه بلكې د كشميري اولس د خپلواكۍ بنيادي حق مسئله ده ۔ ددې مسئلې په اړه د پاكستان اصولي دريځ بدلېدې نه شي۔ د هند لخوا مقبوضه وادۍ كښې د طاقت كارولو او د زور ظلم او زياتي تر نه بندېدو سوئيلي آسيا كښې د امن خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو او مقبوضه كشمير كښې د مرګ ژوبلې پېښو بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر كشمير سره د يووالي ورځې په مهال خپل پېغام كښې د سوئيلي آسيا او د كشمير مسئلې د سباؤن حواله وركولو سره ووئيل سوئيلي آسيا كښې تر هغه وخت د امن خوب ريښتيا كېدې نه شي تر كومې چې د دنړۍ تر ټولو لوئے تش د نامې جمهوريت هند مقبوضه واداۍ كښې په كشميري اولس زور ٬ ظلم او زياتې بند كړې نه وي۔ ده ووئيل دا ډېره د افسوس خبره ده چې د هند لخوا په كشميري اولس د هر ډول روان ناروا تشدد او مېرمنو سره د زياتي پېښو باوجود نړۍ خاموشۍ سره تماشا كوي۔ ده په نړۍ زور راوړو چې د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد بايد باوري كړي او مقبوضه كشمير كښې د مرګ ژوبلې پېښو بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل كشمير كښې د هند لخوا د طاقت په زور قبضه د نوې ټولنې د اخلاقي اقدارو او د اولس د خپلواكۍ بنيادي حق په ضد كار دے۔ دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي هم په دې مهال د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان د دريځ پخلي كولو سره ووئيل پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل پاكستان د مظلوم كشميري اولس آواز دے او پاكستان به د مصيبت په هر وخت كښې دوي سره ودرېږي۔











