ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 50 لكه څخه زياته شوه، د وائرس له امله د مړو شميره 3 لكه 30 زره ته ورسيده

نیویارك/لندن/پیرس 21مئی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 50 لكه څخه زياته شوې،بيلو هيوادونو كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 3 لكهه 30 زره ته رسيدلې ده ۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې ټوله نړۍ كښې ریكارډ يو لكھ 6 زره نوي كيسونه راپور شوي ۔ د جانز هاپكنز پوهنتون شميرې له مخې د كورونا وائرس له امله ټوله نړۍ كښې تر اوسه 329,732 څخه زيات كسان مړه شوي۔بيلو هيوادونو كښې دا مهال د كورونا رنځورانو شميره 5,090,064 ته رسيدلې كومو كښې چې 2,736,101 بستر دي۔ د كورونا وائرس اوس هم نړۍ كښې تندۍ سره خپريږي۔ امریكا، برتانیه او اټاليا نه پس كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات كسان په فرانس كښې مړه شوي۔ امریكا كښې كد ورونا له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 15لكه 93 زره څخه زياته شوې، امریكا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا له امله نور 1561 كسان مړه شوي دغسې د مړو مجموعی شميره 95 زره ته ورسيده۔ د كورونا وائرس له امله امريكا تر ټولو زيات ځپلې هېواد دے چرته چې ټوله نړۍ كښې زيات كسان مړه شوي، هيواد كښې د وائرس مصدقه كیسونو شميره 1593039 ته رسيدلې۔ امریكې نه پس تر ټول زيات رنځوارن په روس، برازیل او برتانیه كښې دي۔ بلخوا طبی پوهانو اندېښنه څرګنده كړې چې سوئيلي افریقه كښې د روان كال تر آخر د كورونا وائرس له امله 40 زره كسان مړه كيدې شي۔ سوئيلي افریقه كښې تر اوسه د كورونا وائرس 18000 مصدقه كیسونه راپور شوي دغسې د وائرس له امله 339 كسان مړه شوي۔ بلخوا د چین نیشنل هیلتھ كمیشن له مخې تيره ورځ د كورونا وائرس دوه نوي كیسونه ريكارډ شوي۔ چین كښې د كورونا وائرس مجموعی كیسونو شميره 82967 ده دغسې د مړو شميره 4634 ته رسيدلې ده۔ د روغتيا نړيوالې ادارې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د نړۍ په بيلو هيوادونو كښې د كورونا وائرس ریكارډ 106000 نوې كيسونه رامخې ته شوي۔ برازیل د كورونا وائرس له امله زياتو ځپلو شوو هيوادونو كښې په دويم لمبر دے۔ د امریكې، برتانیې او اټاليا نه پس د كورونا وائرس په وجه تر ټولو زيات كسان فرانس كښې مړه شوي۔بلخوا هند كښې د كورونا وائرس له امله په يوه ورځ كښې ریكارډ 5609 كیسونه رامخې ته شوي ٬ دې نه پس د ځپلې شوو كسانو شميره 112359 ته رسيدلې ده