امریكا كښې د كورونا له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 15 لكهه 93 زره څخه زياته شوه ، د مړو مجموعی شميره 95 زره ته ورسيده

واشنګټن 21مئی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 15لكهه 93 زره څخه زياته شوې دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا له امله نور 1561 كسان مړه شوي چې ورسره په مجموعی توګه د مړو شمير 95 زره ته رسيدلې۔د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس وبا له امله امريكا تر …

واشنګټن 21مئی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 15لكهه 93 زره څخه زياته شوې دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا له امله نور 1561 كسان مړه شوي چې ورسره په مجموعی توګه د مړو شمير 95 زره ته رسيدلې۔د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس وبا له امله امريكا تر ټولو زيات ځپلے شوے هيواد دے چرته جې د وائرس د مصدقه كیسونو شميره 1593039 ته رسيدلې ده۔ د جانز هاپكنز پوهنتون تازه راپور له مخې امریكا كښې تر اوسه د مړو مجموعی شميره 94941 ته رسيدلې۔ بلخوا امریكې كښې په لاك ډاوَن كښې د نرمۍ كولو اعلان نه پس د ناروغتيا مخ نيوي او كنټرول محكمې يوه هدایت نامه جاری كړې ، چې پكښې سكولونو ، ریستورنټس او د تګ راتګ په اړه هدایات شامل دي۔بلخوا د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي امریكې له بنديزونه ختمول او مخ په وړاندې تللو ته اړتيا ده او ګائیډ لائنز به د هغه كمیونټیز رهنمائی كوي كوم چې خپل معیشت بيا پرانيزي۔ دا خبره دې ياده وي امریكې خپل ټولو 50 ریاستونو كښې د كورونا وائرس ترمخه لګولې شوو بندیزونو كښې د نرمي كولو اعلان كړے

مزید خبریں