منطقه كښې د امن خوب تر هغه وخت ريښتيا كېدې نه شي تر څو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس د خوښې ترمخه حل نه شي۔ د كشمير مسئله د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي شخړه ده۔ د منطقې اولس د امن او خوشحالۍ سهار ليدلو ته ارماني دي۔ ولې دوئي دا سهار د ملګرو ملتونو قرادادونو نه د هند انكار په سوب و نه ليدلې شو۔ د اولس مشر ممنون حسېن د كشمير يووالي ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي منطقه كښې د امن خوب تر هغه وخت ريښتيا كېدې نه شي تر څو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس د خوښې ترمخه حل شوې نه وي۔ د كشمير مسئله د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي شخړه ده۔ د منطقې 50 كروړه نه زياته وداني د امن او خوشحالۍ د سهار ليدلو ارماني دي۔ ولې …

اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي منطقه كښې د امن خوب تر هغه وخت ريښتيا كېدې نه شي تر څو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس د خوښې ترمخه حل شوې نه وي۔ د كشمير مسئله د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي شخړه ده۔ د منطقې 50 كروړه نه زياته وداني د امن او خوشحالۍ د سهار ليدلو ارماني دي۔ ولې دوئي دا سهار د ملګرو ملتونو قرادادونو نه د هند انكار په سوب و نه ليدلې شو۔ د خالي په ورځ د كشمير يووالي ورځې په مهال خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل هند يواځې دا نه چې د څو لسيزو نه كشميري اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق نه وركوي بلكې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو او زور ٬ ظلم او زياتي كښې هم ككړ دے۔ ده ووئيل د كشمير مسئله د نيمې وچې وېش يوه نيمګړې ايجنډا ده او دا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا تر ټولو پخوانۍ ځنډولې شوې ستونزه ده۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ څخه په دې معامله كښې د خپلو ذمه وارو د ادارك غوښتنه كوي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې مقبوضه كشمير كښې د هندي وسله والو ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف وروز آزادو پلټنو غوښتنه وكړي۔ اولس مشر ووئيل هندي رياستي ترهه ګري د هندي جبر په ضد د آزادۍ ھلې ځلې منع كولو كښې ناكامه شوې۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د روانو داخلي او تاريخي هڅو په مهال ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده په دې مهال د خپل لوظ پخلې وكړو چې پاكستان به د مظلوم كشميري اولس د خپلواكۍ بنيادي حق لپاره د روانو هڅو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ اولس مشر ووئيل د تېرو 6 مياشتو په مهال د هندي زور ظلم او زياتي په نتيجه كښې 120 تنه مړه او 20 زره څخه زيات ژوبل شوي۔ اولس مشر ووئيل د هندي قابض ځواك لخوا د چرو ټوپكې كارولو سره د 1000 نه زياتو كشميريانو سترګو ته زيان رسېدلې۔ او 150 نه د زياتو كوچنيانو او مېرمنو نظر بېخي ختم شوے۔