كشميرې اولس به د اسلام سرلوړۍ ٬ د پاكستان سلامتيا ٬ استحكام او تكمېل له خپلې هڅې روانې ساتي۔ د پاكستان او آزاد كشمير اولس به د مقبوضه كشمير اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ كولو نه كله هم لاس په سر نه شي۔ د آزادجموں وکشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان د كشمير يو والي ورځې په مهال پېغام

مظفر آباد/اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د آزادجموں وکشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان وئيلي دي كشميرې اولس به د اسلامي سرلوړۍ ٬ د پاكستان سلامتيا ٬ استحكام او تكمېل له خپلې هڅې روانې ساتي۔ د پاكستان او آزاد كشمير اولس به د مقبوضه كشمير اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ كولو نه كله هم لاس په سر نه شي۔ د كشمير يو والي ورځې …

مظفر آباد/اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د آزادجموں وکشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان وئيلي دي كشميرې اولس به د اسلامي سرلوړۍ ٬ د پاكستان سلامتيا ٬ استحكام او تكمېل له خپلې هڅې روانې ساتي۔ د پاكستان او آزاد كشمير اولس به د مقبوضه كشمير اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ كولو نه كله هم لاس په سر نه شي۔ د كشمير يو والي ورځې په مهال پېغام كښې ده ووئيل دا مهال هم مقبوضه كشمير كښې د هند 7 لكه نه زيات پوځ پروت دے۔ هندي ځواك په كشميري اولس هر ډول زور ظلم او زياتې كړې۔ ولې كشميرې اولس حوصلې او مړانې سره په خپل دريځ كلك ولاړ دے۔ ده ووئيل 08 جولائی 2016 نه وروستو د آزاۍ تحريك نوے رنګ خپل كړے۔ د برهان مظفر واني شهيد مشن سر ته رسولو له زلمو كفن په سر تړلي۔ د دې تحريك په مهال 15 سوه كسان شهيد او 20 زرو نه زيات ژوبل شوي۔ نزدې زر كسان په كلي يا جزوي توګھ بصارت څخه محروم شوي۔ ولې د دوئي حوصلې كمزورې شوې نه دي۔ ده ووئيل كشميري اولس د 70 كالو نه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو په خاطر ځانګړې قربانۍ وركوي۔ كشميرې اولس به د اسلام سرلوړۍ ٬ د پاكستان سلامتيا ٬ استحكام او تكمېل له خپلې هڅې روانې ساتي او د پاكستان او آزاد كشمير اولس به د مقبوضه كشمير اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ كولو نه كله هم لاس په سر نه شي۔ ده ووئيل مونږ دا په ډاګه كول غواړو چې كشميري اولس لپاره به هغه حل قبول وي كوم چې د كشميري اولس د خوښې او د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه وي۔ او هم دا به د دې ستونزې يو زړه پورې حل وي۔