هېواد څخه د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ نوغې ويستلو له كوټلې او په زړه پورې هڅې روانې دي

اسلام آباد 03 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي وئېلي دي هېواد څخه د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ نوغې ويستلو له كوټلې او په زړه پورې هڅې روانې دي٬د كومو په سوب چې هېواد ورځ پھ ورځ په معاشي توګه قوي كېږي او كوم چې په قامي او نړيواله كچه هم ستائېلې كېږي۔د جمعې پھ ورځ ده شخصي ټي وي سره په …

اسلام آباد 03 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي وئېلي دي هېواد څخه د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ نوغې ويستلو له كوټلې او په زړه پورې هڅې روانې دي٬د كومو په سوب چې هېواد ورځ پھ ورځ په معاشي توګه قوي كېږي او كوم چې په قامي او نړيواله كچه هم ستائېلې كېږي۔د جمعې پھ ورځ ده شخصي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل اوسنې حكومت نه يوازې د ترهه ګرو تنظيمونو په ضد بلكې په انفرادي توګه هم د ترهه ګرو په ضد په زړه پورې كاروائۍ كوي چې ورسره د هېواد د امن وضعه ښكاره ښه شوې ده او د بهرنيو سرمايه كارو اعتبار هم زيات شوې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ مونږ وركړي او ډېرې مهمې كاميابۍ هم ترلاسه كړي ٬ده ووئېل د امريكې پشمول كوم هېواد هم په دې بنياد په مونږ د اميګرېشن پشمول يو بندېز نه شي لګولې ځكه چې زمونږ ټرېك رېكارډ د ټولو په وړاندې دے كوم چې د نورو هېوادونو په نسبت ډېر ښه دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كله زه امريكې ته تللې ووم نو په هغه وخت كښې د ټرمپ انتظاميې كوم بنده نه ؤ په ځاې شوې٬دامريكائي اولس مشر ټرمپ ممكنه انتظاميې سره زمونږ ګټورې خبرې شوي او د هغه ځاې نه مونږ ته ډېر مثبت ځواب ترلاسه شوې۔ده ووئيل د اسلام آباد او واشنګټن ترمينځه په مهمو چارو خبرې شوي او واشنګټن مونږ له د معاملاتو پرمختګ باور راكړی۔ده ووئيل هسې هم چې پاكستان څنګه د ترهه ګرو مخ نيوي له هڅې كوي او مهمې كاميابۍ ترلاسه كوي زه هيله لرم چې ټرمپ انتظاميه به په مونږ هېڅ ډول بندېز ونه لګوي۔د يوې پوښټنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان په سفارتي ذريعو هم د خپلو تحفظاتو نه ټرمپ انتظاميه خبر كړې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زمونږ مېړني پوځ چې څنګه په نره د ترهه ګرو جالې تباه كړي د هغې مثال نه موندلې كېږي۔ ده ووئېل د امن راوستلو لپاره چې مونږ د خبرو لار خپله كړه خو د بل اړخه مثبت ځواب رانغلو او دغه خبرې ناكامه شوې نو زمونږ ځواكونو كاروائۍ وګړې او د ترهه ګرو ملا يې ماته كړه۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د كشمير پشمول په ټولو چارو ګټورې او غېر مشروط خبرې كول غواړي خو د دغې لپاره د هند د رضامندۍ په طمعه يو او اوس مهال هند سره د خبرو كوم پړاؤ نه ښكاري۔ده ووئيل د وزيراعظم نواز شريف د وړومبۍ ورځې نه دا پالېسي ده چې د هند پشمول د سيمې ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي خو د هند د اړخه عمر له ناوړه ځواب ترلاسه شوې او دلته د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ خپرولو لپاره خپل جاسوسان رالېږي چې ورسره به نه يوازې مونږ بلكې هند او د سارك نور هېوادونه هم وځپلې شي۔ده ووئيل د هند د ډومور غوښتنه به كله ونه منو۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د حافظ سعيد د نظربندۍ لپاره د كوم بهرني فشار خبرې هېڅ رښتيا نه لري٬ټولې پريكړې په سلا او د هېواد سلامتيا ترمخه كېږي۔