د اے این پی مرکزي عمومي سيكتر میا افتخارحسین د کورونا ټېسټ مثبت راغل، د ګوند وياند زاهد خان

اسلام آباد 19 مئی (اے پی پی) د عوامی نیشنل پارټۍ مركزي وياند زاهد خان وئيلي دي د ګوند مرکزي عمومي سيكتر میا افتخارحسین د کورونا وائرس ټېسټ مثبت راغلې او د هغه ورورو میا محمد سریر هم د كورونا وائرس له امله مړ شوے دے۔ د نهې په ورځ د اے این پی د اړخه جاري بيان له مخې زاهد خان ووئيل میا افتخار حسین خپل ځان پخپله آئسولیټ کړے او دا مهال هغه په قرنطینه كښې دے۔ هغه د ورور په جنازه كښې ګډون هم كړے خو هلته د هغه طبیعت چې خراب شو نو بيرته زر تر زره بوتللې شو۔ دا مهال هغه چا سره هم ملاقات نه شي كولې او د هغه درملنه روانه ده۔ د ووئېل د میا افتخار حسین طبیعت ښه دے خو تر بشپړه ښه كيدو به هغه قرنطینه كښې وي۔ د اے این پی وياند كارمندانو ته غږ وكړو چې د ګوند مرکزی سیکتر زر روغتيا له دعا وكړي او د هغه د ورور فاتحې لپاره راتللو څخه دا مهال ډډه وكړي ځكه چې د هغه د كورنۍ ټول كسان چا سره هم ملاقات نه شي كولې او د کورونا وبا ترمخه د احتیاطی تدابیر هم ضروري دي