د چين صدر د پاكستانو زده كوؤنكو د خط ځواب وركړو

بیجنګ ۔ 18 مئی (اے پی پی) د چین صدر شی جین پینګ په سائنس او ټېکنالوجي یونیورسټي بیجنګ كښې د پاكستانانو زده كوؤنكو د خط ځواب وركړ كوم كښې چې هغه زده كړو ترلاسه كولو له د نړۍ د بېلو هېوادونو تر ټولو غوره ځوانانو ته هركلے وئيلې دے۔ د ګل په ورځ د چين د ځائي ميډيا راپور كښې وئيلي شوي صدر شی جین پینګ خپل خط كښې د زده كوؤنكو ډاډګيرنه كړې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا مهال 28 زره نه زيات پاكستاني زده كوؤنكي چين كښې زده كړې كوي كومو كښې چې نزدې 6156 د پي اېچ ډي ،3600 د ماسټر او 11100 د بېچلر زده كوونكې شامل دي۔ دې نه ځانله 3000 نور زده كوؤنكي د لنډې مودې بېلو پروګرامو څخه استفاده كوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده پاكستاني زده كوؤنكي د چینائی ژبې ، انجینئرنګ ، میډیکل ، کمپیوټر سائنس او د نورو بېلو څانګو زده كړې ترلاسه كوي