جنوبی سوډان كښې نسلی فسادات، 80 كسان مړه ، 50 ژوبل

خرطوم 18 مئی (اے پی پی) جنوبی سوډان كښې نسلی فساداتو كښې 80 كسان مړه او50 ژوبل شوې دي۔د نړيوالې خبر رسنې ادارې له مخې د مْرلے ګروپ وسله والو بريد كوونكو تيره اوونۍ د ارور كاوَنټی په 6 كليو بريد كړے ؤ۔ځائې چارواكو له مخې دا كارروائي په ظاهره د فروری میاشتې د يو بريد بدل اغستل وؤ۔ ځائې چارواكو د ګل په ورځ په دې اړه اطلاع وركولو كښې د مړو كسانو شميره كښې د زياتوالې اندېښنه څرګنده كړې ده