غزنی ولايت كښې د حساس ادارې این ډی اېس ودانۍ په خوا كښې چاؤدنه، 7 كسان مړه ، 40 ژوبل ٬ طالبانو ذمه واری پغاړه واغسته

كابل 18 مئی (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت غزنی كښې د حساس ادارې نیشنل ډائریكټوریټ سكیورټی ( این ډی ایس) ودانۍ په خوا كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې 7 كسان مړه او 40 ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د غزنی والي وياند واحد الله جمعه زاده ووئيل د ګل په ورځ غزنی كښې موټري بمي چاؤدنه كښې د افغانستان حساس ادارې نیشنل ډائركټوریټ آف سكیورټی(این ډی ایس) ودانۍ په نښه كړې شوې۔ د افغانستان پايه تخت كابل كښې د كورنيو چارو وزارت او غزنی كښې د روغتيا چارواكو د بريد تصدیق كولو سره د حساس ادارې ودانۍ په خوا كښې په شوې موټري بمي چاؤدنه كښې 7 كسان مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد خپل يو ټويټ كښې د چاؤدنې ذمه واری قبوله كرې ده۔ دا چاؤدنه د افغان صدر اشرف غنی او د هغه د حریف عبدالله عبدالله ترمينځه د اقتدار شراكت لوظنامې ترسره كولو نه يوه ورځ پس شوې ده