فرانس كښې د كورونا وائرس له امله 28 زره څخه زيات كسان مړه شوي ،د رنځورانو شميره 179569 ته رسيدلې

پیرس 18 مئی (اے پی پی) فرانس كښې د كورونا وائرس له امله د تيرو 24 ساعتو په مهال نور 483 كسان مړه شوي او دې نه پس د مړو شميره 28 زره څخه زياته شوې۔ د ګل په ورځ د فرانس ميډيا له مخې فرانس كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 179565 ته رسيدلې چې پكښې ګڼ رنځوران په روغتونونو كښې بستر دي۔ چارواكو له مخې په روغتونونو كښې د 2087 كسانو حالت نازك دے او په انتهائی نګهداشت یونټو كښې پراته دي۔ فرانس د روغتيا وزارت له مخې تيره ورځ د هيواد په روغتونونو كښې 54 كسان د كورونا له امله مړه شوي دغسې سینئر سټیزن هومز كښې 429 كسان مړه شوي۔ فرانس كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 179565 كیسونه تصدیق شوي۔دا خبره دې ياده وي فرانس د كورونا وائرس له امله كمزورې شوے معیشت ښه كولو لپاره د دوو مياشتو راهسې نافذ لاك ډاوَن كښې د نرمی كولو سره د ځينې اقتصادی هلو ځلو پيل كولو اجازه وركړې ده