هند كښې د كورونا وائرس له نور 5 زره څخه زيات كيسونه رامخې ته شول ، د مړو شميره 3 زره څخه زياته شوه

نوې ډيلې 18 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس په يوه ورځ كښې ریكارډ 5 زره څخه زيات كيسونه رامخې ته شوي ٬ دغسې د ځپلې شوو كسانو شميره 96 زره څخه زياته شوې او د دې وباﺀ له امله د مړو شميره درې زره څخه زياته شوې۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې د هيواد په بيلو رياستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5242 نوي كيسونه رامخې ته شوي او 157 كسان مړه شوي۔ د هند د روغتيا وزارت جاري شميرې له مخې ټول هيواد كښې تر اوسه 96169 كسان د كورونا له امله ځپلې شوي او 3029 كسان مړه شوي۔هيواد كښې د كورونا وائرس كيسونه وخت سره سره زياتيږي۔ مهاراشټر رياست كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 2347 نوي كيسونه رامخې ته شوي دغسې ریاست كښې تر اوسه 1198 كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس له امله ګجرات رياست په دويم لمبر دے۔ ګجرات كښې تر اوسه 11379 كسان دې وبا له امله ځپلې شوي او 659 كسان مړه شوې دي