امارات كښې د فیلډ هاسپټلز شميره 15 ته شوه

ابو ظهبی 18مئی (اے پی پی) متحده عرب امارات كښې په كورونا وائرس قابو موندلو له د 5750 كټونو 15 فیلډ روغتونونه كار كوي۔ الامارات الیوم له مخې د ایمرجنسی چارو كميټۍ وئيلې دي ابوظهبی كښې 4 نوې فیلډ هاسپټلز جوړ كرې شوي چې ورسره هيواد كښې د فیلډ هاسپټلز شميره 15 ته رسيدلې چې پكښې 8 ابوظبی، 2 دبئۍ شارجه، عجمان، راس الخیمه، ام القوین او الفجیره كښې يو ٬ يو روغتون شامل دے۔ ایمرجنسی كمیټۍ ووئيل كورونا وباﺀ له امله المفرق، مصفح، العین، الظفر كښې هم فیلډ هاسپټلز جوړ شوي۔ په دې روغتونونو كښې 550 د انتهائی نګهداشت یونټس ، ١٠٠ ډاكټران، 250 نرسز او 250 دفتری كارمندان كاركوي