ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 48 لكهه څخه زياته شوه ، د مړو شميره درې لكهه 16 زره ته ورسيده

نیویارك/لندن/ پیرس 18 مئی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 48 لكهه څخه زياته شوې دغسې د مړو شميره درې لكهه 16 زره څخه زيات شوې ده ۔ د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې بيلو هيوادونو كښې كورونا وائرس مسلسل خپريږي او د دې وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره زياتيږي۔ د جانز هاپكنز پوهنتون …

نیویارك/لندن/ پیرس 18 مئی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 48 لكهه څخه زياته شوې دغسې د مړو شميره درې لكهه 16 زره څخه زيات شوې ده ۔ د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې بيلو هيوادونو كښې كورونا وائرس مسلسل خپريږي او د دې وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره زياتيږي۔ د جانز هاپكنز پوهنتون تازه شميرې له مخې ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 48 لكهه څخه زياته شوې۔ په دې كښې زياتره كسان په امريكا كښې ځپلې شوي او په ټوله نړۍ كښې امريكا تر ټولو زيات ځپلے شوے هيواد دے۔ نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعی توګه 4,805,177 كسان ځپلې شوي۔ مصدقه اطلاعات له مخې كورونا وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 16 زره 730 ته رسيدلې ده ۔ روس كښې 281,752 كیسونه رامخې ته شوي او روس په نړۍ كښې په دويم لمبر راغلے ٬برتانيه كښې 244,995 كیسونه رامخې ته شوي او دريم لمبر دے۔ برازیل كښې د ځپلې شوو كسانو شميره د اټاليا څخه زياته ده۔ اټاليا كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 225,435 ده دغسې برازیل كښې دا شميره 241,080 ته رسيدلې۔ برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2 لكهه 41 زره څخه زياته شوې دغسې د مړو شميره 16 زره ته رسيدلې ده

مزید خبریں