برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 2 لكهه څخه زياته شوه، میكسیكو كښې وائرس تندۍ سره خپريږي

برازیلیه 15 مئی (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره دوه لكهه څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس ګڼ نوي كيسونه رامخې ته شوي چې له امله ئې ٓد ځپلې شوو كسانو شميره 203165 ته رسيدلې۔ برازیل د روغتيا قامی وزارت له مخې برازیل …

برازیلیه 15 مئی (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره دوه لكهه څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس ګڼ نوي كيسونه رامخې ته شوي چې له امله ئې ٓد ځپلې شوو كسانو شميره 203165 ته رسيدلې۔ برازیل د روغتيا قامی وزارت له مخې برازیل كښې د كورونا وائرس 844 نوي كيسونه رامخې ته شوي چې ورسره د مړو شميره هم 14 زره ته رسيدلې ۔ بلخوا میكسیكو كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي۔ میكسیكو د روغتيا وزارت له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال هيواد كښې د كورونا 2400 نوې رنځوران رامخې ته شوي دغسې په مجموعی توګه د رنځورانو شميره 42595 ته رسيدلې ۔هيواد كښې د وائرس له امله نور 257 كسان مړه شوي۔ میكسیكو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 4 زره كسان مړه شوي۔ میكسیكو كښې د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره جوړ د سركاری تنظیم مشر هیوګو لوپیز ګاتیل له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس وبا عروج ته رسيدلې او هيواد كښې د سماجی لري والې بنديز كښې د نرمی كولو سوال نه راپيدا كيږي۔ د روغتيا نړېوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) به 11 مارچ كورونا وائرس نړيواله وبا ګرځولې وه۔ ټوله نړۍ كښې تر اوسه د دې وباﺀ له امله 44 لكهه كسان ځپلې شوي دغسې درې لكهه څخه زيات كسان مړه شوې دي

مزید خبریں