المان كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 8 زره ته ورسيده

المان 15 مئی (اے پی پی) المان كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 8 زره ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د اروپا میډیا راپور له مخې المان كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 174975 ته رسيدلې ۔ د چارواكو له مخې المان كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 101 كسان مړه شوي او …

المان 15 مئی (اے پی پی) المان كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 8 زره ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د اروپا میډیا راپور له مخې المان كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 174975 ته رسيدلې ۔ د چارواكو له مخې المان كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 101 كسان مړه شوي او دې نه پس هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 7928 ته رسيدلې۔ المان كښې تيره ورځ د كورونا وائرس 913 كيسونه رامخې ته شوي ٬ دې نه پس هيواد كښې د ځپلې شوو كسانو شميره يو لكهه 74 زره څخه زياته شوي۔ المان كښې د كورونا وائرس وړومبنې كيس په 27 جنوری رامخې ته شوے ؤ۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) په 11 مارچ كورونا وائرس نړيواله وباﺀ ګرځولې وه۔تر اوسه ټوله نړۍ كښې د دې وائرس له امله 44 لكهه كسان ځپلې شوي دغسې درې لكهه څخه زيات كسان مړه شوې دي

مزید خبریں