په باور راكولو د وزيراعظم محمد نواز شريف مننه كووم ٬

کراچۍ 02 فروري (اے پي پي)د سندھ ګورنر محمد زبېر د سوګند پورته كولو نه پس د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزير مريم اورنګزېب ٬ دانيال عزيز او طلال چوهدري سره د قائد مزار ته حاضري كولو سره په دې د ګلونو څادر خپور كړې او فاتحه خوانۍ ئې هم كړې۔ د سندھ ګورنر په مزار د مېلمنو په كتاب كښې تاثرات هم تحرير كړې ۔ دې څخه وروستو ميډيا …

کراچۍ 02 فروري (اے پي پي)د سندھ ګورنر محمد زبېر د سوګند پورته كولو نه پس د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزير مريم اورنګزېب ٬ دانيال عزيز او طلال چوهدري سره د قائد مزار ته حاضري كولو سره په دې د ګلونو څادر خپور كړې او فاتحه خوانۍ ئې هم كړې۔ د سندھ ګورنر په مزار د مېلمنو په كتاب كښې تاثرات هم تحرير كړې ۔ دې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې محمد زبېر ووئيل زه دا خپل اعزاز ګڼم چرته چې قائد اعظم محمد علي جناح سوګند پورته كړې هلته ما هم سوګند پورته كړو٬ دا ورځ ما او زما كورنۍ له يوه يادګار ورځ ده۔ ده ووئيل دا لويه ذمه واري ده ٬ په باور كولو د وزيراعظم محمد نواز شريف مننه كوم ٬ صوبه كښې به د وفاق نمائنده يم او د وفاق پحقله صوبائي معاملات به په ترجيحي بنيادونو د هوارولو هڅې كوم۔ محمد زبېر زياته كړه چې سندھ د اولس د هيلو ترمخه به هڅې كوم دغسې چې اولس ته زياتې آسانۍ وركړم۔ ګورنر محمد زبېر د ميډيا مننه كولو سره ووئيل چې نن دومره بس دے نورې خبرې به بيا كېږي۔ د دې نه علاوه د سندھ ګورنر محمد زبېر د محمود آباد اديرې ته هم لاړو او د خپل پلار او مور په قبر ئې فاتحه خواني وكړه