پیرس/ برلن 14 مئی (اے پی پی) د كورونا وائرس له امله اروپائي هيوادونو كښې د مړو شميره اوس هم په زياتيدو ده، فرانس كښې 83 نور كسان مړه شوي ٬ دې نه پس په هيواد كښې د مړو شميره 27074 ته رسيدلې ده۔ د زيارت په ورځ د برتانيې نشرياتي ادارې له مخې د فرانس چارواكو ووئيل كورونا 2428 رنځوران انتهائی نګهداشت سنټرز كښې پراته دي۔د تيرو 24 ساعتو …
د كورونا وائرس له امله اروپائي هيوادونو كښې د مګونو سلسله په زياتيدو ده، فرانس كښې د مړو شميره 27074 ته ورسيده

مزید خبریں
پیرس/ برلن 14 مئی (اے پی پی) د كورونا وائرس له امله اروپائي هيوادونو كښې د مړو شميره اوس هم په زياتيدو ده، فرانس كښې 83 نور كسان مړه شوي ٬ دې نه پس په هيواد كښې د مړو شميره 27074 ته رسيدلې ده۔ د زيارت په ورځ د برتانيې نشرياتي ادارې له مخې د فرانس چارواكو ووئيل كورونا 2428 رنځوران انتهائی نګهداشت سنټرز كښې پراته دي۔د تيرو 24 ساعتو په مهال د وائرس 69 نوي سنګین كیسونه رامخې ته شوي۔ هيواد كښې د مړو شميره كښې كمې رامخې ته شوې۔ دې څخه يوه ورځ وړاندې 348 او د ګل په ورځ 263 كسان مړه شوي وؤ۔ دا خبره دې ياده وي امریكا، برتانیه، اټاليا او سپین كښې 27٠000 څخه زيات كسان مړه شوي۔ فرانس كښې د مړو شميره سپین څخه زياته ده خو د تيرو 24 ساعتو په مهال سپین كښې د 184 كسانو د مرګ نه پس سپین كښې د مړو شميره 27104 ته رسيدلې ده او فرانس يو ځل بيا د نړۍ 5م لمبر هيواد شو۔ بلخوا اټاليا كښې تيره ورځ 172 كسان مړه شوي ٬ دې نه پس د مړو شميره 31106 ته رسيدلې۔دغسې المان رابرټ كوك انسټی ټیوټ له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 933 نوي كيسونه رامخې ته شوي او دې نه پس هيواد كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 172239 ته رسيدلې ده







