فرانس كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 27 زره څخه زياته شوه

پیرس 13 مئی (اے پی پی) فرانس كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 27 زره څخه زياته شوې۔د شورو په ورځ د فرانس ميډيا له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 348 كسان مړه شوي او دې سره فرانس كښې د وائرس له امله د مړو شميره 26991 ته رسيدلې ده ۔ چارواكو له مخې امریكې، برطانیې او …

پیرس 13 مئی (اے پی پی) فرانس كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 27 زره څخه زياته شوې۔د شورو په ورځ د فرانس ميډيا له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 348 كسان مړه شوي او دې سره فرانس كښې د وائرس له امله د مړو شميره 26991 ته رسيدلې ده ۔ چارواكو له مخې امریكې، برطانیې او اټاليې نه پس فرانس د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې څلورم هيواد دے۔ د روغتيا وزارت شميرې له مخې هيواد كښې 2542 رنځوران انتهائی نګهداشت یونټ كښې ساتلې شوي۔ فرانس كښې د كورونا له امله تر اوسه 140،227 كسان ځپلې شوي۔ د وزارت له مخې دا وباﺀ اوس هم فعاله ده او خپريږي۔ چارواكو له مخې فرانس كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره اوس د سپین څخه زياته شوې۔ فرانس كښې په مجموعی توګه تر اوسه 26991 كسان مړه شوي دي

مزید خبریں