امریكه كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 83 زره څخه زياته شوه

نیویارك 13 مئی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 83 زره څخه زياته شوې۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې دا مهال د ورځې دوه زره كسان مړه كيږي، تيرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائرس له امله نور 1894 كسان مړه شوي چې ورسره هيواد كښې د مړو شميره 83425 څخه زياته شوې۔ جانز هاپكنز پوهنتون جاری كړې شميرې له مخې امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 83425 ته رسيدلې۔ هيواد كښې د اتوار او ګل په ورځ د مړو شميره ١ زره څخه لاندې راغلې وه، دې نه پس په سمدستي توګه دا اضافه د تشویش وړ ده۔ امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو مجموعي شميره 14 لكهه 8 زره څخه زياته شوې۔بلخوا امریكا كښې د دې وبائی رنځ پوهه ډاكټر انتھونی فاوَچی د هيواد بيا پرانستلو به ضد خبردارے وركړے۔ هغه وئيلي امریكا كښې د مړو شميره د حكومتی شميرې څخه زياته ده۔ ټوله نړۍ كښې امریكا د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے هيواد دے ، هيواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 1408636 كسان ځپلې شوي دي