افغانستان كښې په روغتون او جنازه بريد بيخي غیراخلاقي او خوفناك كار دے، د امریكې خارجه وزير مائیك پومپیو

واشنګټن 13 مئی (اے پی پی) د امریكې خارجه وزير مائیك پومپیو افغانستان كښې په روغتون او جنازه د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي بې ګناه وګړي په نښه كوونكې د قبلولو او نه د بخښلو دي خو د مور او بچي په روغتون بريد كول يو غیراخلاقی فعل دے۔ ده ووئيل ترهه ګر د جنازې مونځ ادا كولو لپاره په راجمع شوو بې ګناه كسانو بريد كړے كوم چې يو ناوړه فعل دے خو هغوي به هم په خپلو عزائمو كښې كامياب نشي۔ ده ووئيل د روژې مباركې مقدس مياشت كښې او د كورونا وائرس خطر په مهال دا ډول بريدونه خوفناك دي