سعودی عرب ، د كورونا وائرس 10 زره رنځوران په روژه كښې ښه شول

ریاض 12 مئی (اے پی پی) د سعودي د روغتيا وزارت وئيلي دي د روژې مباركې مياشت په مهال د كورونا 10800 رنځوران په روغتونونو كښې د ښه كېدو نه پس كورنو ته ليږلې شوي۔ تر اوسه په سعودي كښې 84 فيصده رنځوران ښه شوي كورونو ته ليږلې شوي ٬ په مجموعي توګه بيلو سيمو كښې 12737 رنځوران د كورونا وائرس څخه ښه شوې دي ٬ د روغتيا وزارت وياند د روژې مباركې مياشت په پيل كښې دې خبرې ته پام ګرځولې ؤ چې سباؤن كښې به د كورونا وائرس له امله د ښو شوو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي او ډير زر به په وباﺀ قابو ومومو