د كورونا وائرس ویكسین جوړولو لپاره د طبی تجربو په جولائی كښې د پيل كيدو امكان دے ٬ د جاپان وزیراعظم

ټوكیو 12 مئی (اے پی پی) د جاپان وزیراعظم شنزو ایبے هيله څركنده كړې چې د كورونا وائرس ویكسین طبی تجربې هيواد كښې زر تر زره پيل كيدې شي۔ آبے د اسمبلۍ بجټ كمیټۍ غونډه كښې دا انكشاف كړے۔ ده ووئيل امریكا كښې د دې ویكسین په انسانانو آزمائش وړاندې څخه پيل شوے۔ وزیراعظم آبے ووئيل ټوكیو پوهنتون ٬ اوساكا پوهنتون او د رنځوونو قامی ادارې پشمول د جاپان ځينې ادارو كښې د ویكسین جوړولو په غرض تجربې كيږي۔ده د حكومت د عزم يو ځل بيا پخلي كولو سره ووئيل د روانې مياشت په آخر به د كووډ 19 درملنې لپاره د اینټی فلو دوا ایویګان منظوری وركړې شي