د امریكې صدر د عراق نوي وزیر اعظم سره تيلي فوني تماس،د معاشی بحران مخ نيوي لپاره د مرستې باور

بغداد 12 مئی (اے پی پی) د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ د عراق نوي وزیر اعظم مصطفیٰ الكاظمی سره تيلفوني تماس كښې وئيلي دي عراق سيمه ايز او نړيوال استحكام ترلاسه كولو له يو مهم هيواد دے۔ ده د عراق نوي حكومت سره د معاشی بحران مخ نيوي لپاره د مرستې كولو لوظ هم وكړو۔ د عراق وزیر اعظم میډیا آفس يو بيان كښې وئيلي دي تيره ورځ د امریكې صدر وزیراعظم الكاظمی سره تيلفوني تماس نيولې۔ دواړه لارښودو خپلو كښې په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايزو مسئلو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د امریكې صدر مصطفیٰ الكاظمی به د وزارت عظمیٰ په چوكۍ سنھبالولو مباركي وركړې۔ د عراق وزیراعظم د خبرو په مهال د امریكې صدر د اړخه د معاشی بحران مخ نيوي له په مرسته كولو د هغه مننه وكړه