د نړۍ 72 فیصده ځايونه سيلګرۍ لپاره بند دي،ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 12 مئی (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د سيلګرۍ نړېوالې ادارې اعلان كړے چې د نړۍ 72 فیصده ځايونه سيلګرۍ لپاره بند دي۔ ډبلیو ټی او يو تحریری اعلان كښې وئيلي دي د كورونا وباﺀ له امله 217 هيوادونو كښې د مزل بنديزونه برقرار دي، چې پكښې د 156 هيوادونو پولې هم د سيلګرۍ لپاره تړلې شوي ۔ د وباﺀ له امله په دې څانګه اثراتو په اړه د 27 اپریل نه تر اوسه د يو تحقیق تر مخه ادارې وئيلي دي د سيلګرۍ بنديز په 75 فیصده هيوادونو كښې د 3 مياشتو او په پاتې 25 فیصده كښې د 2 مياشتو لپاره دے۔ ډبلیو ټي او د تيرې اوونۍ په مهال خپل اعلان كښې وئيلي وؤ د وباﺀ له امله د سيلګرو شميره د تير كال په مقابل كښې نزدې 80 فیصده كمه ده