افغانستان او عراق كښې د امریكې په فضائی بريدونو كښې د مړو شويو كسانو شميرې په اړه د پنټاګون راپور په دروغو مشتمل دے ، ایمنسټی انټرنیشنل

لندن 12 مئی (اے پی پی) ایمنسټی انټرنیشنل وئيلي دي د امریكې دفاع وزارت پنټاګون په افغانستان او عراق كښې په فضائی بريدونو كښې د مړو شويو سمه شميره ښودلو څخه ډډه كوي۔د ینګ جرنلسټ كلب راپور له مخې د بشري حقونو نړيوال تنظیم ایمنسټی انټرنیشنل د امریكې چارو په اړه ټویټ كښې وئيلي دي پنټاګون دې فضائی بريدونو كښې د مړو شويو كسانو شميرې په اړه د دروغو وئيلو څخه ډډه وكړي۔ ایمنسټی انټرنیشنل په 2019 كښې د امریكې فضائی بريدونو كښې يواځې د 130 سویلین وژلو په اړه د پنټاګون راپور ته اشاره كولو سره وئېلې دي بيلو سيمو كښې شوو پلټنو څخه معلوميږي چې د امریكې عسكر اوس هم د مړو شويو كسانو سمه شميره نه ښائي