د نړۍ بدلېدونكې منظرنامه او امریکائي پالېسي نظر كښې نيولو سره چين سره دفاعي او ستراتيجيكي اړيكې به لا مضبوطول وي

اسلام آباد ۔ 02 فروری (اے پی پی) د قامي خبر رسنې ادارې (اے پی پی) اېم ډي مسعود ملك وئيلي دي د نړۍ بدلېدونكې منظرنامه او امریکائي پالېسي نظر كښې نيولو سره چين سره دفاعي او ستراتيجيكي اړيكې به لا مضبوطول وي۔ د ډونلډ ټرمپ پالېسۍ به په اسلامي نړۍ مثبت تاثر مرتب نه كړي۔ په يو ټي وي پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال د اے پي …

اسلام آباد ۔ 02 فروری (اے پی پی) د قامي خبر رسنې ادارې (اے پی پی) اېم ډي مسعود ملك وئيلي دي د نړۍ بدلېدونكې منظرنامه او امریکائي پالېسي نظر كښې نيولو سره چين سره دفاعي او ستراتيجيكي اړيكې به لا مضبوطول وي۔ د ډونلډ ټرمپ پالېسۍ به په اسلامي نړۍ مثبت تاثر مرتب نه كړي۔ په يو ټي وي پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك ووئيل د امريكې نوې پالېسۍ به د هېواد په پرېښودونكو او په خاص توګه د منطقې په مسلمانانو منفي اثرات مرتب كړي۔ ده ووئيل پاكستان ته ب د امريكا بدلېدونكي صورتحال ته پام كولو سره خپلو پالېسو ته بيا كتل وي۔ ده ووئيل كېنېډا كښې د ژبې ٬ رنګ ٬ نسل او مذهب په بنياد هېڅ فرق نه كيږي۔ د کېنېډا اولس سوشل دے او ددې كرېډټ د كېنېډا مشرتابه ته ځي۔ ده ووئيل د كېنېډا وزیراعظم د بېلو اقليتونو په دستورو كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ په ضد سازش روان دے او بايد مسلمانان د امریکې اولس مشر لخوا د یمن ٬ ایران ٬ عراق ٬ شام ٬ صومالیه ٬سوډان او لیبیا مسلمانانو لپاره د معرفي كړې شوې پالېسۍ په اړه د خپلو تحفظاتو څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل هند امريكا كښې د مېشته مسلمانانو په ضد مهم كردار ترسره كوي او د ډونلډ ټرمپ په كاميابۍ كښې مسلمان مخالف قوتونو مهم كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل پاكستان قدرتي پنګې لري او د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ د وزيراعظم خاص نظر دے له دې كبله هغه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې ته خاص پام لرنه كوي