د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د وزيراعظم ٬ د هغه د اولاد ٬ كورنۍ او د قبرونو ټرائل روان دے

لاهور۔2 فروری(اے پی پی) دوزيراعظم صلاحكار او د قامي تاريخ او ورثې وفاقي وزيرعرفان صدیقی وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د وزيراعظم ٬ د هغه د اولاد ٬ كورنۍ او د قبرونو ټرائل روان دے۔ د پانامه لیکس معامله سترې محكمې ته رسېدلې۔ د انصاف تر راتللو دې انتظار وكړې شي۔ په پوځي عدالتونو به سلا راشي۔ د سړي سر شمېرې په لاره كښې كوم …

لاهور۔2 فروری(اے پی پی) دوزيراعظم صلاحكار او د قامي تاريخ او ورثې وفاقي وزيرعرفان صدیقی وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د وزيراعظم ٬ د هغه د اولاد ٬ كورنۍ او د قبرونو ټرائل روان دے۔ د پانامه لیکس معامله سترې محكمې ته رسېدلې۔ د انصاف تر راتللو دې انتظار وكړې شي۔ په پوځي عدالتونو به سلا راشي۔ د سړي سر شمېرې په لاره كښې كوم خنډ نشته۔ د چا نظربندۍ يا خوشې كېدو سره د كشمير په مسئله هېڅ اغېز نه پريوځي ۔ ده د زيارت په ورځ اېكسپو سنټر لاهور كښې د انټرنېشنل بك فېئر دورې په مهال ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل پوځي عدالتونه په فعاله توګه كار كوي۔ په دې لړ كښې ټولو سياسي ګوندونو سره تړون لرو او هيله ده چې په پوځي عدالتونو به ډېر زر سلا راشي ۔ د حافظ سعید د نظر بندۍ مسئلې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كومې پرېكړې كولو په مهال تر ټولو اول د هېواد د ګټې خيال ساتلې شي۔ د چا نظربندۍ يا خوشې كېدو سره د كشمير په مسئله كوم اغېز نه پريوځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم په ژوند ليكلې كتاب به د نصاب برخه نه جوړېږي بلكې پانامه ليكس كېس بايد د نصاب برخه جوړه كړې شي۔ دې نه وړاندې عرفان صديقي مېله كښې د كتابونو د سټالونو خارنه وكړه۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل كتاب كتلو كښې سكون دے۔ ده ووئيل د كتاب مېلې په كاميابۍ اړونده انتظاميه د مباركۍ حقداره ده۔ ده ووئيل دا تاثر غلط دے چې د كتاب مطالعه زمونږ ټولنې څخه ختمېږي بلكې زه دا ګڼم چې دا وده مومي۔ ولې چې كتاب ته د انسان ملګرې وئيلې شي۔ عرفان صديقي ووئيل كتاب او علم كوم حد نه لري۔ ده هيله ولرله چې دې مېلې ته به په زرګونو كسان راشي او په بېلو سرخطونو به ليكلې شوو كتابونو څخه استفاده وكړي۔