لندن ۔ 11 مئی (اے پی پی) برطانیې د شورؤ ورځې نه لاك ډاؤن كښې د نرمۍ كولو اعلان كړے ۔ د برطانيې د ابلاغ ذريعو له مخې د ګل په ورځ وزيراعظم بورس جانسن نجي چېنل سره خبرو كښې ووئيل وګړي د شورؤ ورځې نه بهر راوتلې شي۔ پارك ته تللې شي ، ډرائيونګ كولې شي او دغسې لوبې هم كولې شي۔ ولې دوي له به د خپلې كورنۍ …
برطانيې لاك ډاؤن كښې د نرمۍ كولو اعلان وكړو

مزید خبریں
لندن ۔ 11 مئی (اے پی پی) برطانیې د شورؤ ورځې نه لاك ډاؤن كښې د نرمۍ كولو اعلان كړے ۔ د برطانيې د ابلاغ ذريعو له مخې د ګل په ورځ وزيراعظم بورس جانسن نجي چېنل سره خبرو كښې ووئيل وګړي د شورؤ ورځې نه بهر راوتلې شي۔ پارك ته تللې شي ، ډرائيونګ كولې شي او دغسې لوبې هم كولې شي۔ ولې دوي له به د خپلې كورنۍ كسانو سره لوبې كول وي۔ د برطانيې وزیراعظم خبردارے وركولو سره ووئيل وګړو له به په هر صورت د سماجي فاصلې په اصولو عمل كول وي او په دې لړ كښې پوليس له به جرمانې هم زياتول وي۔ ده ووئيل كه د يو قام په حېث مونږ په احتياطي تدبيرونو عمل وكړو نو هيله ده چې څو اونيو او مياشتو كښې نور هم مخ په وړاندې تللې شوو







