د كشمير مسئله د نيمې وچې د وېش نامکمله تږلاره ده

اسلام آباد 02 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د كشمير مسئله د نيمې وچې د وېش نامکمله ایجنډا ده ، د كشمير مسئلې حل نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللې ، پاکستان به د کشمیریانو اخلاقی، سفارتی او سیاسی مرسته روانه ساتي۔ ده دا خبره د زيارت پھ ورځ ایوان صدر كښې د کشمیر کونسل غړي سردار عبدالخالق وصی سره د ملاقات په …

اسلام آباد 02 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د كشمير مسئله د نيمې وچې د وېش نامکمله ایجنډا ده ، د كشمير مسئلې حل نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللې ، پاکستان به د کشمیریانو اخلاقی، سفارتی او سیاسی مرسته روانه ساتي۔ ده دا خبره د زيارت پھ ورځ ایوان صدر كښې د کشمیر کونسل غړي سردار عبدالخالق وصی سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ اولس مشر مقبوضه کشمیر كښې په هندي ظلمونو د اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل هندي عسكر په بې ګناه كشميريانو ظلم کوي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو مخنيوي او د كشمير مسئلې امناكه حل له دې نړيواله ورورولي خپل کردار ترسره كړي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو سخته خلاف ورزي كېږي بايد دې لپاره نړيوال تنظیمونه غږ پورته كړي۔ اولس مشر ووئيل بايد د کشمیر مسئله د کشمیری اولس هيلو ترمخه حل شي۔ ده ووئيل کشمیرے اولس په مړانه د هندي جارحیت مقابله كوي او د هغوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان غواړي چې ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل کړې شي او د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره شي۔