چرته چې د 50 فيصده نه ريكورې كمه ده په هغه فيډر لوډشېډنګ زيات كيږي

اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چرته چې د 50 فيصده نه ريكورې لږه ده هلته په فيډر لوډشېډنګ زيات كيږي٬ په دې معامله سياست نه كوو٬ ټول تفصيلات به قامي اسمبلۍ ته وړاندې كوو او د غونډې مشر محمود بشير ورك وئيلي دي د برېښا غلا مخ نېوې كول يوازې د واپډا كار نه دے بلكې د اسمبلۍ ټولو غړو له پكار دي چې هغوي پخپلو سيمو كښې د برېښنا غلا مخ نيوي لپاره كار وكړي