ابوظهبی۔ 19 اپریل (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) بشري حقونو كمېشن د هند په مسلمانانو د كورونا وائرس خپرولو تور بې لارې كوؤنكې ګرځولو سره وئيلي دي هند دې د اسلامو فوبيا مهم مخنيوي له په سمدستي توګه ګامونه پورته كړي او د مسلم اقليت حقونو تحفظ دې باوري كړي۔ د اتوار په ورځ د او آئي سي بشري حقونو كمېشن لخوا جاري كړې شوي ټويټ كښی كمېشن هند كښې په اسلامو فوبيا د اډانه مهم په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ كمېشن ووئيل د هند دننه چې كومه اسلامو فوبيا ده او د مسلمانانو په ضد چې كوم كمپائن روان دے مونږ ئې په سختو ټكو غندنه كوؤ۔ ددې كمپائن د لارې مسلمانان د وائرس خپرېدو ذمه وار ګرځولې شي۔ كمېشن ووئيل د دې منفي كمپائن له امله هندي ميډيا هم مسلمانان امتيازي سلوك سره په نښه كوي چې په نتيجه كښې ئې په مسلمانانو د تشدد پېښې رامخې ته كېږي۔ كمېشن ووئيل هندي حكومت دې د نړيوالو قانونونو خيال ساتلو سره د مسلمان اقليت حقونو تحفظ باوري كړي۔