د عمر حميد خان په درناوي كښې د مخه ښې دستوره ، د ډاكټر عبد الحفيظ شېخ او د خزانې سېكرټرې لخوا د خذماتو ستائنه

اسلام آباد ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ او د خزانې سېكرټرې نويد كامران بلوچ د خزانې سپېشل سېكرټرې او د قومي غذائي تحفظ وزارت نوي سېكرټرې عمر حميد خان د خذماتو ستائنه كړې ۔ د عمرحمید خان په درناوي كښې د شورؤ په ورځ د خزانې وزارت كښې د مخ ښې دستوره وشوه۔ دستوره كښې د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شيخ ، د خزانې سېكرټرې نويد كامران بلوچ او د وزارت نور اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او د خزانې سېكرټرې نويد كامران بلوچ په دې موقع عمر حميد خان ته اعزازي شيلډ هم وركړو