كرونا وائرس له امله بيلو هيوادونو كښې 88,505 كسان مړه شوي، په امریكا كښې 14695، سپین كښې 14792 ، فرانس كښې 10869 ، اټاليا كښې 17669 ، برتانیه كښې 7097 ، چین كښې 3335 او ایران كښې 3993 كسان مړه شوي

نیویارك 09 اپریل (اے پی پی) په ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 14 لكه 84 زره دغسې د مړو شميره 88 زره څخه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ د امریكې او برتانيې ذريعو له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال امریكا كښې د كرونا له امله نزدې 2000 كسان مړه شوي۔ د كرونا وائرس له امله تر اوسه بيلو هيوادونو كښې 88,505 كسان مړه شوي۔ د دې وائرس له امله په سپین كښې 14792 ، فرانس كښې 10869 ، اټاليا كښې 17669 ، برتانیه كښې 7097 ، چین كښې 3335 او ایران كښې 3993 كسان مړه شوي۔ د امریكې پوهنتون جان هاپكنز شميرې له مخې امریكا كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره زياته شوې۔ امریكا په ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې هيواد دے چرته چې د رنحورانو شميره 431838 ته رسيدلې او د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 14695 ته رسيدلې ۔ اټاليا كښې تر اوسه د مړو شميره 17 زره 600 څخه زياته ده۔ ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس مصدقه ځپلې شوو كسانو شميره 14 لكه 84 زره څخه زياته شوې دغسې تر اوسه 88 زره 505 كسان مړه شوې دي