کورونا وباء يو لوئے نړيوال چېلنج دے۔ قام چې كله دې چېلنج څخه وځي ډېر به بدل وي۔ بايد دې خوش فهمۍ كښې څوك پاتې نه شي چې كورونا د چا څه هم كولې نه شي۔ راتلونكي وخت له به مونږ له تياري كول وي۔ سخت وخت د ايمان امتحان اخلي۔ موجوده حالاتو كښې حكومت د تاريخ تر ټولو لوئے ريليف پېكېج وركړې دې۔ څوك هم دې وباﺀ سره د ډيل كولو تجربه نه لري۔ قام احتياطي تدبيرونه خپلولو سره په دې قابو موندلې شي۔ کورونا ټائیګر فورس كښې 6 لکھ كسان رجسټرډ شوي دي۔ پنجاب كښې د وباﺀ په ضد منظمې طريقې سره كار روان دے۔ په ریلیف فنډ كښې د شتمندو حضراتو په مرسته كولو ددوئي مننه كوم۔ د وزيراعظم عمران خان ګورنر هاؤس كښې دستورې ته خطاب

لاهور۔4 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي کورونا وباء يو لوئے نړيوال چېلنج دے۔ قام چې كله دې چېلنج څخه وځي نو ډېر به بدل وي۔ بايد دې خوش فهمۍ كښې څوك نه پاتې كېږي چې كورونا چا ته څه هم نه وائي۔ راتلونكي وخت لپاره به مونږ له تياري كول وي۔ په سخت وخت كښې د انسان ايمان معلومېږي۔ په موجوده حالاتو كښې حكومت د تاريخ تر ټولو لوئے ريليف پېكېج وركړې دې۔ څوك هم دې وباﺀ سره د ډيل كولو تجربه نه لري۔ قام احتياطي تدبيرونه خپلولو سره په دې وباﺀ قابو موندلې شي۔ کورونا ټائیګر فورس كښې 6 لکھ كسان رجسټرډ شوي دي۔ پنجاب كښې د وباﺀ په ضد منظمې طريقې سره كار روان دے۔ په ریلیف فنډ كښې د شتمندو حضراتو په مرسته كولو ددوئي مننه كوم۔ ده د خالي په ورځ ګورنر هاؤس كښې د كورونا ريليف فنډ او د راشن وېش دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقعه خارجه وزير شاہ محمود قرېشی ‘ د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور’ د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود’ د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار’ خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان’ خاص مرستيال شهزاد اكبر ٬ ثانيه نشتر او د عثمان ډار په شمول ګڼ شمېر شتمند حضرات موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل کورونا وباء يو لوئے او سخت چېلنج دے۔ د قوم د امتحان وخت دې او چاته اندازه نشته چې دا وباﺀ څنګه ډيل كولې شي۔ پرمختګ كړې هېوادونه څوك چې غوره هېلت سسټم لري هغه هم پرېشانه دي۔ لوئے څښتن په سخت وخت كښې صبر كوؤنكو ته ډېر څه وركوي۔ ده ووئيل حكومت د تاريخ تر ټولو لوئے ريليف پېكج وركړې دې او نور به هم وركړي۔ امریکا خپل قوم ته 2 زره اربه ډالر وركړي او پاكستان د 8 اربه ډالرو د مرستې پېكج وركړې دې۔ ده ووئيل پاكستان كښې 5 څخه تر 6 كروړه كسان د بې وزلۍ لكيرې څخه ښكته ژوند كوي۔ د لاک ډاؤن دلاسه مزدوران ٬ واړه دوكانداران ٬ وېلډر ٬ ركشه چلونكي تر ټولو زيات ځپلې شوي دي۔ يو اړخ ته ددوئي مرسته كول دي او بل اړخ ته د كورونا وائرس لا خپرېدو مخنيوي له ګامونه پورته كول دي۔ هېواد داسې چلول دي چې په دې وباﺀ قابو موندلو سره سره بې وزليو ته روزګار هم وركړې شي۔ ده ووئيل حكومت تعميراتي صنعت پرانستلې دې دغسې چې ددې د لارې خلقو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ په كلو كښې د كر كروندې كار هم پرانستلې شوې دې۔ وزیراعظم ووئيل هېواد كښې هره څانګه كښې خېراتي تنظيمونه كار كوي۔ پاكستان د نړۍ په 5 ٬ 6 هېوادونو كښې تر ټولو زيات خېرات وركوؤنكې هېواد دے۔ ده ووئيل د مرستې رقم به په مېرټ وركولې شي۔ ده ووئيل موجوده حالات سياستمدارو له لوئے چېلنج دے دوئي بايد د خپلو حلقو د اولس خذمت وكړي۔ ده ووئيل د حكومت لخوا به په فېس بك پېج جوړولې شي چرته به چې مستحق كسان رجسټرډ كولې شي۔ بل اړخ ته به خېرات وركوؤنكي حضرات رجسټرډ كولې شي۔ وزیر اعظم ووئيل د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار د كورونا وائرس مخنيوي له غوره كار كوي۔ ده ووئيل په ریلیف فنډ كښې په عطياتو جمع كولو د شتمندو حضراتو مننه كوم۔ په دې مهال د كورونا ټائيګر فورس رضا كارو ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې چې څوك ودرېږي اولس به ئې مرسته كوي۔ مخالفینو كله هم سوشل ورك نه دې كړې۔ مخالفين چې كله هم اقتدار كښې راغلې دي خپلو ګټو له راغلې ي۔ په دې سخت وخت كښې چې څوك ودرېږي هغه به كامياب وي۔ ده ووئيل دا مهال كه اولس ته دا تاثر لاړو چې ته دوئي سره نه ئې نو څومره پېسه هم چې مصرف كړې د هغې به هېڅ فائده نه وي۔ كورونا به پاكستان كښې څومره خپرېږي دا معلومه نه ده۔ ده ووئيل د تحريك انصاف ټولو غړو له به د ريليف كار كول وي۔ سياسي مخالفين د ټكونو نه غېر نور هېڅ كولې نه شي۔ څوك چې مال جوړوي هغه سوشل ورك كولې نه شي۔ راتلونكې وخت ډېر سخت دے۔ د كورونا په ضد يو اوږد جنګ به مونږ له په ګډه كول وي