د مذهبي چارو وفاقي وزير لنډي كوتل كښې د قرنطين سنټر دوره

پېښور ۔04 اپرېل (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري ډسټرکټ هېډ کوارټر هسپتال لنډی کوتل او ګورنمنټ پوسټ ګرېجویټ کالج لنډی کوتل كښې د قرنطین سنټر دورہ وكړه۔ په دې مهال د ډسټرکټ هېډ کوارټر هسپتال لنډی کوتل اېم اېس ډاکټر نېک داد آفریدی وفاقي وزير ته د كورونا صورتحال نظر كښې نيولو سره روغتون كښې د ټولو انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری د اطمینان څرګندونه كولو سره ووئيل زه د خپلې سيمې د صورتحال جاج اخلم او مونږ د كورونا وائرس وبائي صورتحال كښې د خپلې حلقې د اولس ټولې ممكنه مرستې له هر وخت چمتو يؤ۔ ده قرنطینه سنټر او ډسټرکټ هېډ کوارټر هسپتال لنډی کوتل كښې آئسولېشن وارډ ته د غوره طبي آسانيو رسولو هدايت هم وكړو۔ پیر نورالحق قادری د ضلعی انتظامیې اسسټنټ کمشنر لنډی کوتل ھسپتال ټولې عملې او د ميډيا نمائندګانو په خصوصي توګه مننه وكړه كومو چې په سخت و خت كښې د حكومت او قام مرسته كړې ده۔ په دې موقعه د ضلعي انتظاميې اسسټنټ کمشنر عمران یوسفزی او د خېبر پولیس فورس اهلكار هم موجود وو