د كورونا وباﺀ په ضد جنګ كښې طبيبان ٬ طبي عمله د اولني صف سپاهيان دي۔ دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ د كورونا په ضد جنګ به اجتماعي هڅو او جذبې سره ګټو۔ طبيبان او طبي عملې له د يو مياشتې اضافي تنخا اعلان ٬ وروستو پاتې او مزدورې طبقې ته ريليف وركول وړومبۍ ترجيح ده۔ د 12 اربه روپو پېكج د وزيراعظم د اولس دوستۍ څرګندونه ده۔ يو كروړ كسانو ته د مالي مرستې وركولو عمل به ډېر زر پېل كړې شي۔ هېواد كرونا وائرس سره سره معاشي چېلنجز سره هم مخ دے۔ په دې سخت وخت كښې بايد شتمند راوړاندې شي او خپل بنيادي كردار ترسره كړي۔ په جناح روغتون كښې پي سي آر لېب جوړېدل د ستائنې وړ كار دے۔ كورونا سياست لپاره كارؤنكي به اولس مسترد كړي۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د جناح روغتون دورې په مهال ميډيا سره خبرې

لاهور۔4 مارچ ( اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د كورونا وباﺀ په ضد جنګ كښې طبيبان او طبي عمله د اولني صف سپاهيان دي۔ دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ د كورونا په ضد به جنګ اجتماعي هڅو او جذبې سره ګټو۔ طبيبان او طبي عملې له به د يوې مياشتې اضافي تنخا وركولې شي۔ وروستو پاتې او مزدورې طبقې ته ريليف وركول وړومبۍ ترجيح ده۔ د 12 اربه روپو پېكج د وزيراعظم د اولس دوستۍ څرګندونه ده۔ يو كروړ كسانو ته د مالي مرستې وركولو عمل به ډېر زر پېل كړې شي۔ هېواد كورونا وائرس سره سره معاشي چېلنجز سره هم مخ دے۔ په دې سخت وخت كښې بايد شتمند راوړاندې شي او خپل بنيادي كردار ترسره كړي۔ په جناح روغتون كښې پي سي آر لېب جوړېدل د ستائنې وړ كار دے۔ كورونا سياست لپاره كارؤنكي به اولس مسترد كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه خاص مرستيالې د خالي په ورځ د جناح روغتون دورې په مهال ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل د كورونا په معيشت د منفي اغېز مقابلې له به هم فعاله پالېسي جوړول وي په كومه چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې شپه او ورځ كار روان دے۔ دې ووئيل د ګل ورځې څخه به يو كروړو وګړو سره د مالي مرستې كولو عمل پېل شي۔ دې ووئيل مونږ له به د وائرس سره سره لوږې او بې وزلۍ سره هم جنګ كول وي۔ دې ووئيل په دې سخت وخت كښې بايد شتمند حضرات راوړاندې شي او خپل بنيادي كردار ترسره كړي۔ دې اولس ته خواست وكړو چې كورونا څخه بچ كېدو له سماجي فاصله وساتي او په احتياطي تدبيرونو عمل وكړي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د بورډ آف مېنجمنټ چيئرمېن ګوهر اعجاز او دده د ملګرو د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل مستحقينو ته راشن رسولو له د ګوهر اعجاز د جذبې قدر كوؤ۔ په دې مهال ګوهر اعجاز ووئيل په جناح هسپتال كښې د كورونا وېړيا ټېسټ آساني موجود ده۔ دې څخه وړاندې خاص مرستيالې په جناح هسپتال كښې د کرونا وائرس ټېسټ له د جوړ كړې شوې بائیو سېفټی لېب تھری معائنه او په آئسولېشن وارډ كښې درملنو له بستر شويو رنځورانو ته د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واخست۔ دې د رنځورانو تپوس پوښتنه هم وكړه۔ په دې مهال اېم اېس ډاکټر یحییٰ سلطان خاص مرستيالې ته بريفنګ كښې ووئيل دا وخت روغتون كښې د كورونا 13 کنفرم او 5 شكمن رنځوران درملنو له بستر دي او د حكومتي هداياتو په رڼا كښې دوئي ته د درملنو ټولې بنيادي آسانۍ وركولې شي