ايران كښې د سختو بارانونو او سېلاب له املَه 21 كسان مړه شول او ګڼ شمېر ټپيان

تهران 03 اپرېل (اے پي پي) ايران كښې دد سختو بارانونو او سېلاب له املَه 21 مړه او يو شمېر ژوبل شوي۔ د ايران خبر رسنې ادارې له مخې د ايران په سوئيلي او مېنځنو سيمو كښې د سخت باران او سېلابي صورتحال له امله په بېلا بېلو پېښو كښې 21 كسان مړه شوي۔ ايران دا مهال د كرونا وائرس وباء څخه په ځپلې هېوادونو كښې هم شامل دے۔ د اېمرجنسي سروسز وياند له مخې په بېلا بېلو پېښو 21 كسان مړه او 22 ټپيان شوي او د دې نه علاوه يو كس بې دركه هم دے۔ ده ووئيل د سختو بارانونو له امله په فارس ولايت كښې 11، هرمزګان كښئ 3 ، قم كښئ 3 ، سېستان 4 ، بشهر او خزيستان كښې يو يو كس مړ شوے ۔ وياند ووئيل اپرېل كښې د نورو بارانونو هم امكان دے۔ د يادونې وړ ده تېر كال هم په مارچ او اپرېل كښې په ايران كښې د سختو بارانونو له امله په بېلا بېلو پېښو كښې 76 كسان مړه شوې وو