کرونا وائرس د دوېم نړيوال جنګ نه پس بد تره نړيوال بحران دے۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

نيويارك 03 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوترېس د كرونا وائرس نړيوالې وباء خاتمه او د دې د خپرېدو لاره نيولو لپاره د صحت په سمدستي توګه او كوټلې نظام وضعه كولو په ضرورت زور رواړې ۔ د ميډيا ذريعو له مخئ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې د كرونا وائرس خپرېدو څخه مرتبو سماجي او د معاشي آثراتو په اړه د نړيوالې ادارې راپور د اجراء په موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا وباء ګرده نړۍ كښې شخړې پېدا كولې شي۔ ده ووئيل کرونا وائرس د دوېم نړيوال جنګ نه پس بد تره نړيوال بحران دے كوم چې انساني معاشرې زياتې متاثره كوي چې پكښې خلق هم مري۔ انتونيو لوترېس په صنعتي هېوادونو زور رواړو چې ھغوي د كم پرمختللې هېوادونو مرسته وكړي چرته چې د اور غوندې خپرېدونكې دې رنځ ېره ورپېښه ده