جنیوا 03 اپریل (اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر امكان څرګند كړے چې په يو څو ورځو كښې د كرونا وائرس انفیكشن له امله د تصدیق شوو ځپليو شميره تر 10 لكه او د مړو شميره تر 50 زره د رسيدو امكان دے۔ ډبلیو ایچ او ډائریكټر جنرل ټیډروس ادهانوم ګیبریوسْس دا خبره جنیوا كښې د خبرې كنفرنس په مهال وكړه۔ ډبلیو ایچ او ته چینائي چارواكو د اړخه د كرونا نوې وائرس خپريدو اطلاع درې مياشتې وړاندې وركړې شوې وه۔ ټیډروس په ټوله نړۍ كښې د انفیكشنز په شميره زياتيدو د تشویش څرګندونه كړي۔ ده د هيوادونو څخه كمزورې او محرومې طبقې له د خوراك او ژوند د نورو ضروریاتو څيزونه وركولو به غږ كړې ځكه چې ځينې هيوادونو ته په كورونو كښې د پاتې كيدو سپارښتنه شوې۔ چین د وائرس له امله ځپلې شوو كسانو د روغتونونو څخه خپلو كورونو ته د ليږلو عمل پيل كړې خو چين بيا ههم د وائرس خپريدو نه پس د تصدیق شوو كیسونو د شميرې اعلان نه دې كړې