ایران كښې د سیلاب له امله 21 كسان مړه شول

تهران 02 اپریل (اے پی پی) ایران كښې د سیلاب له امله 21 كسان مړه شوي۔ د ایران ایمرجنسی سروسز وياند مجتبے خالدی ووئيل فارس، سیستان او بلوچستان صوبو كښې د بارانونو له امله سیلاب راغلې چې په نتيجه كښې ئې ګڼې سيمې د اوبو لاندې راغلې دغسې د سيلاب په نتيجه كښې تر اوسه 21 كسان مړه شوي ۔ ده ووئيل زياتره كسان مينځني او سوئيلي صوبو كښې مړه شوي چې پكښې په فارس كښې 11 كسان مړه شوي۔ ده ووئيل تيره اوونۍ د سیلاب له امله 12 كسان مړه شوې وؤ دغسې د نورو بارانونو امكان هم شته