طرابلس 02 اپریل (اے پی پی) لیبیا كښې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې دفتر په لیبیا كښې روانې نښتې د كرونا وائرس په ضد جنګ كښې خنډ ګرځولو سره وئيلي دي كرونا وائرس سره جنګ لپاره بايد د تشدد كارروائی بندې كړې شي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو تيره ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل لیبیا كښې د كرونا وائرس 2 نوې كيسونه رامخې ته كيدو نه پس د كرونا وائرس مجموعی شميره 10 ته رسيدلې ده ۔ كه وسله والې نښتې بندې نه كړې شوې نو صورتحال خرابيدې شي