ماليزيا كښې به د اپرېل په نيمه كښې د كرونا وائرس د ځپليو شمېره زياته شي۔ د روغتيا نړيواله اداره

کولاالمپور 02 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې انكشاف كړې ماليزيا كښې به د اپرېل په نيمه كښې د كرونا وائرس د ځپليو شمېره زياته شي۔ د برتانيې د ميډيا راپور له مخې د روغتيا نړيوالې ادارې د مشن مشر ينګ رو لو وئيلې دي د ترلاسه شمېرو په بنياد اندازه لګولې شوې چې د اپرېل په نيمه كښې به د كرونا وائرس د ځپليو شمېره زياته شي۔ راپور كښې وړاندې ليكلي شوي چي كه وګړي د حكومت لخوا په حفاظتي اقداماتو عمل اونه كړي نو د وائرس ځپليو شمېره نوره زياتېدې شي۔ د يادونې وړ د په ماليزيا كښې ځپلې 102 كسان آئي سي يو كښې پراته دي او 45 كسان مړه شوې دي۔