جکارته ۔ 01 اپریل (اے پی پی) انډونیشیا كښې كورونا وائرس سره مخ 11 كلنه انجلۍ په حق رسېدلې ۔ د ابلاغ ذريعو له مخې كورونا وائرس وباﺀ سره مخ دا انجلۍ په ډينګي تبه هم پرته وه او دا د مارچ په 19 مه نېټه مادورا آئس لېنډ روغتون كښې داخل كړې شوې وه۔ د ډاګترانو وېنا ده په يو وخت دوه رنځونو سره مخ د دې انجلۍ مدافعتي نظام ډېر زيات كمزورې ؤ چې له امله ئې دا بچ نه شوه۔ دا خبره دې ياده وي انډونيشيا كښې تر دې دمه د كورونا وائرس د لاسه 157 كسان مړه او 1677 ځپلې شوي دي۔